څـــــلورم شعر د داکتر محمد طیب طراوت : کال ۱۳۹۳ د جوزا په میاښت کی : 

ونیـــــــسه دلبـــره لاس ، چــــه زاړه زاړه شـوم... ګوره ما ته څــــــنډ مکه ،تا ته هــــــــنداره شوم

راشه زما په کلی کی، مخ می ډیر ژیر سوی دی... ځـــــان ټوتی ټوتی کـوم ، تر پـــښی خپاره شوم

مـــــــینه تاسره لرم ، هـــــــــلی ځــلی ډیر کـوم...سوکالی زه نه غــــواړم ، غـــوره غــــواړه شوم

د سترګو اوښ تو یــیږی ، لـــنډه که خـــپل مزل...مخ پوره بـــشپړ کـوه ، ورځـــــو شـــــماره شوم

تږی وږی ګرځــــــمه ، تــــــــا په بــــیابانو کی ...ما ســـــتونځی مــــــنلی دی ، د نری آواره شوم 

ګرځـــــــه قبادخیل سره ، میـــنه یی مــنـــنه کـوم...تک راتک سره وکړه ، غواړم ســــــــپاره شوم  

لـــیری دی زما د زړه ، بی لـــــــــــه تا یادوونه... راشه طراوت وژنه ، لاس ته خـپل چـــاړه شوم